منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:55 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

جوزجان کې یو ۲۲ کلن ځوان وژل شوی

د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ځوان د قتل په تور یې دوه کسان نیولي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 316 کتنې

شبرغان (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ځوان د قتل په تور یې دوه کسان نیولي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «یو ۲۲ کلن ځوان د شبرغان ښار د جي پروژې سیمې اوسېدونکی د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او د پېښې عاملین هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.»

هغه زیاتوي چې تېره ورځ ناوخته د شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې امریت په ساحه کې د مقتول په ګډون درېیو کسانو په خپل منځ کې شخړه کړې چې په پایله کې یو کس وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې د یادې پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.