Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د بلغلي کلي اوسېدونکو د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت دوه جریب ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده.
خوست کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له خوا د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې او ټاکل شوې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دې ولسوالۍ ځینو غرنیزو سیمو کې یې د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې، وايي، دا چاره نه یوازې د چاپېریالساتنې برخه کې مرسته کوي، بلکې خلکو ته د دوامداره عوایدو او سالم مصروفیت زمینه هم برابروي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرانومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمالختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې دې د سلبستریز روغتون جوړولو چارې چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ولاړې دي، بېرته پیل شي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو چې دغه ولایت د ورس او اشترلي ولسوالیو له لارې له دایکنډي سره نښلوي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو لګښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د چکډيمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار مرستيال والي وايي، په دغه ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې او سوداګرو ته د صنعتي فابریکو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریب ځمکه ورکول کېږي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له یوه شرکت سره یې په هرات ولایت کې د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کابل ښاروالي وايي چې د پغمان ولسوالۍ پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د ۱۱۷ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP