بامیان (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو چې دغه ولایت د ورس او اشترلي ولسوالیو له لارې له دایکنډي سره نښلوي.
د بامیان والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد سړک د دوه میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د اوسېدونکو له خوا جوړېږي او چارې یې نن (د کب ۱۳مه) په رسمي توګه پیل شوې.
د هغه په خبره، د یاد سړک په جوړېدو سره به دایکنډي او بامیان ولایتونه د ورس او اشترلي ولسوالیو له لارې وصل شي.
د ورس ولسوال سیدغفور هاشمي هم وویل، د دغو دوو ولسوالیو ترمنځ چې زرګونه کورنۍ په کې ژوند کوي، سرک نشته او د سیمې اوسېدونکي له دې اړخه له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، د یاد سړک په جوړېدو سره به نه یوازې بامیان او دایکنډي د دې مسیر له لارې وصل شي، بلکې خلکو لپاره به د اسانه تګ راتګ زمینه هم برابره شي.
د ورس ولسوال په سیمهییزو انکشافي پروژو کې د خلکو د همکارۍ او ګډون ستاینه کوي او دا د سیمهييزې پراختیا لپاره ډېر اړین بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP