Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د ځایي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شلکلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمځ پنځهکلنه دښمني د قومي منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدله شوه.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړتوب سوله وشوه.
جرګه هغه ټولنیز جوړښت دی چې له لارې یې له پخوا راهیسې په ټولنه او کورنيو اختلافات حل کېږي؛ په دې وروستيو کې په نيمروز کې د جرګې له لارې د دوو وروڼو ترمنځ هغه دښمني چې تر شا یې د څلورو کسانو د قتل موضوع پرته وه، پای ته ورسېده.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي مسوولينو په منځګړیتوب د ۳۸ کلونو يوه دښمني پر دوستي بدله شوه.
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني چې دواړو خواوو ته د شپږو کسانو وژل کېدو لامل شوې وه، پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
د ننګرهار هسکې مېنه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ چې ۳۰ کلنه دښمني یې درلوده، د قومي مشرانو او ځايي چارواکو په منځګړتوب سوله وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP