ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار هسکه مېنه کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

د ننګرهار هسکه مېنه کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
22 May 2023 - 15:00
د ننګرهار هسکه مېنه کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
22 May 2023 - 15:00

جلال‌اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ننګرهار هسکې مېنه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ چې ۳۰ کلنه دښمني یې درلوده، د قومي مشرانو او ځايي چارواکو په منځګړتوب سوله وشوه.

د معلوماتو له مخې، د ځمکې په سر جوړه شوې یاده دښمنۍ کې له دواړو لورو يو- يو کس وژل شوي دي.

د‌ هسکې مېنې ولسوال لعل حاتم قرار وايي چې د دې ولسوالۍ د ګزارې سيمې د عمراخان او خان کورنيو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو او ځايي مسوولينو په منځګړتوب په دوستي بدله شوه.

دی وايي، په دې دښمني کې له دواړو خواوو يو يو کس وژل شوي خو اوس يې يو بل ته د تل لپاره بښنه وکړه.

د پخلا شوو کورنيو يو مشر عمراخان له قومي مشرانو او ځايي مسوولينو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې روغه وکړه.

دغه راز د جرګې يوه غړي ملک انور وويل، روغه له کومې ناغې پرته شوې خو که په راتلونکي کې هرې کورنۍ سرغړونه وکړه، ولس او حکومت به دواړه ورته سزا ورکړي.

له دې مخکې هم د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د قومي مشرانو د منځګړتوب له لارې دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.