Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۲ قوس ۱۴۰۴): د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سیمې د ثبات لپاره له افغانستان سره د همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او
د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي
د راپورونو له مخې، په روسیه کې پر یوه مسافروړونکي رېلګاډي د پله نړېدو له امله اووه کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر دوه ساعته ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي چې روسیه او اوکراین به د بېړني اوربند په اړه مذاکرات پیل کړي.
د راپورونو پر بنسټ، سعودي عربستان په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د امریکا او روسیې د خبرو کوربهتوب کوي.
کابل کې د روسیې سفارت فرهنګي برخې مسوولین وايي چې هېواد یې چمتو دی څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي، خو د روسیې ولسمشر مخکې خبرداری ورکړی چې دا کار به په جګړه کې د امريکا او ناټو د نېغې ښکېلتيا په معنا وي او روسیه به یې په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.
د چین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې دواړو هېوادونو له پېچلو نړۍوالو شرایط سره سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته په بریالۍ توګه پراختیا ورکړې ده.
راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې ممکن روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP