د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسوولین وایي چې د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار وکړي.
پارون (پژواک، ۴وږی ۱۴۰۲): د نورستان ولایت یو شمېراوسېدونکي، معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي چې د ولایت په کچه
د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مجهز روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی دی.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا کفیل او سیاسي مرستیال وايي، په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو او درملنې معیاري کولو ته جدي اړتیا ده او طبي شورا په همدې موخه د ځینو روغتیایي برخو معیاري کولو لپاره طرحې جوړې کړې دي.
د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې له شلو ډېر د لرو کلیو اوسېدونکي وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په سیمو کې یې د لازمو روغتیایي امکاناتو او مرکزونو درلودل ورته یو خوب ښکاري.
د کندوز د اقتاش ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ډېری وخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د لرو سیمو ځيني اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
فیروزکوه (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): د غور د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي خپلو سیمو کې د مناسبو روغتیايي خدمتونو له نشتونه شکایت کوي، خو
تالقان (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د تخار د ځینو لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
د تخار ولايت د لرو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله ان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو هم بېبرخې پاتې شوي دي.
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وایي، دغه ولسوالۍ له ۱۰۰ زرو ډېرو وګړو او ۲۴۰ کليو په درلودو سره بیا هم له ډېرو لږو روغتیايي امکاناتو څخه برخمنه ده.