Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغان بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو نهه افغانان خوشي شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نهه افغانان چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان لپاره د یوناما مشرې د زندانونو چارو د سمون ادارې له رییس سره په ليدنه کې ویلي چې له دې ادارې سره به یې همکارۍ د تېر په څېر دوام ولري.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین په زندانونو کې شکنجه او ځورونه ردوي او وايي، مخکې زندانونه د شکنجو او ځورونو ځایونه وو خو اوس د زدهکړو او اصلاح پر ځایونو بدل شوي دي.
د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وایي چې د هېواد په زندانونو کې له دوو تر درېیو زرو کسان پر حرفوي زدهکړو بوخت دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رییس وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې د زر ښځو په ګډون ۱۱زره کسان د بند شپې او ورځې تېروي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له زندانونو د ۲۱ زدهکوونکو په ګډون ۴۴ افغانان خوشې شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۶ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه د یوه ماشوم په ګډون یوولس افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شول.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان پرون د تورخم له لارې بېرته هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۱ افغانان کډوال چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP