کابل (پژواک، ۹ غویي ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږل شوې دي.
خو د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۷ مه هم ۴۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP