Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غزني کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د شلو ورزشکارانو ترمنځ د نیزېوهنې سیالۍ پيل شوې.
د المپیک ملي کمېټه وایي، کابل کې د ابادۍ جام په نوم د جودو لومړی پړاو سیالۍ چې له ۱۵ ولایتونو ۹۰ ورزشکارانو پهکې برخه اخیستې وه، نن پای ته ورسېدې.
خوست کې د خوست اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شلاووريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
افغان کرکټ بورډ وايي، ننګرهار کې یې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې دي.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زدهکوونکو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
په کابل کې د قوشتېپې ملي شل اووریزه کرکټ جام په نوم سیالۍ نن سهار پیل شوې.
ټاکل شوې چې سبا د قوشتېپې ملي شل اووریزه جام په نوم سیالۍ په کابل کې پیل شي.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د سیمهییزو او دودیزو لوبو ودې په موخه د ۱۲ ټیمونو ترمنځ د تیږې اچونې او رسۍکشولو سیالۍ ترسره شوې.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د کابل منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره د ۷۵ لوبغاړو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP