Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د یوه ماشوم د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه قتل په تړاو یې یو کس نیولی دی.
په غور ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکترانو له نشتوالي شکایت لري او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛ بلخوا مسوولین هم دغه ستونزه تاییدوي او وايي چې د هواري لپاره یې یو لړ اقدامات تر کار لاندې دي.
فېروزکوه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د مخکیني حکومت یو قاضي مفتي محمدنذیر معنوي د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
فیروزکوه (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): د غور د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي خپلو سیمو کې د مناسبو روغتیايي خدمتونو له نشتونه شکایت کوي، خو
په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.
د غور امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د قتل په تور د درېیو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
فیروزکوه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د غور سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تازه تشکیل شوې ولسوالۍ «الفاروق» کې د امنیتي کسانو او قاچاقبرانو
د غور سیمهییزې سرچینې په تېر یوهنیم کال کې د قومي جرګو او حکومتي ارګانونو له لارې د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۲۶ دُښمنیو د پای ته رسېدلو خبر ورکوي؛ کارپوهان په ټولنه کې د نظم او امنیت ټينګېدو لپاره د داسې اختلافاتو پای ته رسول اړین بولي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په غورقند کلي کې د لاسي بم چاودنې له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون د یوې کورني شپږ غړي وژل شوي دي.
په پکتیکا کې له ۲۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، په غور کې له ۱۶۳۹ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او په فراه کې له ۸۵۸ کروندګرو سره د سبو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
د ښوونې او روزنې برخې یو شمېر کارپوهان په داسې حال کې د خوندي ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، اولادونه یې په ازاده فضا کې تر خېمو او یا هم سره لمر لاندې زدهکړې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن