ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې درې کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

غور کې درې کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

author avatar
28 Mar 2023 - 15:41
غور کې درې کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
author avatar
28 Mar 2023 - 15:41

فیروزکوه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د غور سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تازه تشکیل شوې ولسوالۍ «الفاروق» کې د امنیتي کسانو او قاچاقبرانو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې قاچاقبر نیول شوي او یو یې ټپي شوی دی.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو او قاچاقبرو ترمنځ دغه نښته تېره شپه د نوې تشکیل شوې ولسوالۍ الفاروق په مربوطاتو کې وشوه.

هغه زیاته کړه: «تېره شپه د غور ولایت د الفاروق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مجاهدینو او د نشه‌یي توکو قاچاقبرانو ترمنځ نښته وشوه چې درې کسان یې نیول شوي، یو یې ټپي شوی او بل یې تښتېدلی دی.»

د نوموړي په خبره، د تښتېدلي کس د نیولو هڅې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.