ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور خلک په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

د غور خلک په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
11 May 2023 - 16:33
د غور خلک په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
11 May 2023 - 16:33

فېروزکوه (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکترانو له نشتوالي شکایت لري او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛ بل‌خوا مسوولین هم دغه ستونزه تاییدوي او وايي چې د هواري لپاره یې یو لړ اقدامات تر کار لاندې دي.

د هېواد د یو شمېر ولایتونو او لرو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځینه ډاکترانو کمښت یوه اساسي ستونزه ده چې له کلونو راهیسې پر ځای پاتې ده.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکې مریم د غور په ولایتي او نورو روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو درملنې ښځینه ډاکترانو له نشتوالي شکایت کوي.

هغه وايي، دوې ورځې کېږې چې د غاښ درملنې لپاره ولایتي روغتون مراجعه کوي، خو اوس یې درملنه نارینه ډاکتر کوي.

مریم په ولایتي روغتون کې نارینه ډاکټر ته د خپل غاښ درملنې لپاره د مراجعې لامل بېوزلي وبلله او پژواک اژانس ته یې وویل: «بېوزله یو، پیسې نه لرو چې د غاښونو کلینیک ته لاړ شو، خلک وايي چې په بازار کې یوه ډاکټره شته خو که هغې یا کوم بل کس ته ورشو، د یو غاښ ډکولو په بدل کې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي، له کومه یې کړو، له مجبوریته دلته راځو.»

د مریم په خبره، د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله اړ شوې چې په څلورو میاشتو کې خپل درې غاښونه چې د ډکولو توان یې نه درلود، وباسي.

دا یوازې مریم نه ده چې د غاښونو درملنې برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، بلکې نورې ښځې او نجونې هم شته چې د غور ولایت په روغتون او کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له امله د غاښونو درملنې لپاره نارینه ډاکټرانو ته مراجعه کوي.

د الفاروق په نوم د غور نوې جوړې شوې ولسوالۍ اوسېدونکې شکریه چې درې ورځې مخکې له خپل پلار سره فېروزکوه ښار ته راغلې، وايي: «د ولسوالۍ په کلینیک کې نه ښځينه او نه هم نارینه ډاکټر شته، د هر چا چې غاښ په درد شي او یا غاښ ډکوي نو ما غوندې مجبور دي چې ښار ته راشي، په ښار کې هم ښځینه ډاکټره نشته چې ورشو، اړ یو چې نارینه ډاکټر ته ورشو.»

د فېروزکوه بل اوسېدونکی عبدالعلي عظیمي چې مېرمن یې د غاښونو درملنې لپاره یوه شخصي کلینیک ته بېولې هم وايي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره یوازې یو ځانګړی کلینیک شته خو ټولو ناروغانو ته رسېدنه نه شي کولای.

هغه زیاته کړه: «د ولایت په کچه یوازې یوه د غاښونو ډاکټره شته چې د غاښونو ایستلو، ډکولو، پاکولو او مینځلو خدمتونه ترسره کوي او دغه کلینیک نه شي کولی چې د ټولو ستونزې حل کړي.»

همداراز د غور دغه اوسېدونکی زیاتوي چې په دغه ولایت کې ډېری د غاښونو ډاکټران مسلکي نه دي او خلک د مجبوریت له امله ورته مراجعه کوي.

د غور اوسېدونکي له مرکزي او ځایي مسوولینو غواړي څو د غاښونو د کلینیکونو څارنې ترڅنګ د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه مسلکي ډاکټرانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، د ښځو حقونو ځینې فعالانې په یاد ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شتون په ځانګړې توګه د غاښونو د درملنې په برخه کې یوه اساسي اړتیا بولي او وایي، دولت مسوولیت لري څو ښځو ته په ټولو روغتیایي خدمتونو په ځانګړې توګه د غاښونو د درملنې برخه کې د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په یاد ولایت کې د ښځو حقونو یوې فعالې فریحه حکمت پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده‌مرغه چې د جمهوریت په شلو کلونو او د امارت په څه کم دوو کلونو موده کې ښځو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخې ته هیڅ پام ونه شو، موږ په ولایتي روغتون او د ولسوالیو په کلینیکونو او روغتونونو کې د غاښونو یوه ښځینه ‌ډاکټره نه لرو او دا د دولت نه پاملرنه ښيي.»

هغه زیاتوي چې ښځې او نجونې له نارینه ډاکټرانو سره د خپلو غاښونو درملنې په وخت کې راحته نه وي او باید دولت او د روغتیا برخه کې همکارې موسسې د غاښونو ښځینه ډاکټرانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي او د ښځو او نجونو دغه اساسي اړتیا پوره کړي.

له دې ټولو سره سره، د غور روغتیایي مسوولین مني چې د ولایتي روغتون په ګډون، ټولو روغتیایي مرکزونو کې د غاښونو ښځینه ډاکټره نشته او د ټولو ناروغانو درملنه د نارینه ډاکټرانو له لوري ترسره کېږي.

د غور د ولایتي روغتون امر ډاکټر ګل‌احمد ساحل وایي: «د اوس لپاره په روغتون کې د غاښونو د  درملنې په وخت کې هیڅ ښځینه ډاکټرانې نشته چې د ښځینه ناروغو درملنه وکړي، دا واقعا زموږ د کار پر وړاندې جدي ستونزه ده او هیله‌من یو چې دا ستونزه هم حل شي او مرکزي مسوولین پاملرنه وکړي.»

د غور د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالاحمد نوري هم یاده ستونزه مني خو وایي چې دا کومه نوې ستونزه نه ده، بلکې له پخوا څخه موجوده ده.

هغه څرګنده کړه چې په وروستیو کې د غور عامې روغتیا ریاست د غاښونو ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

Visits: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.