ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې په تېر یوه‌نیم کال کې د خلکو ترمنځ ۲۶ روغې جوړې شوې

غور کې په تېر یوه‌نیم کال کې د خلکو ترمنځ ۲۶ روغې جوړې شوې

author avatar
26 Mar 2023 - 19:58
غور کې په تېر یوه‌نیم کال کې د خلکو ترمنځ ۲۶ روغې جوړې شوې
author avatar
26 Mar 2023 - 19:58

فیروزکوه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د غور سیمه‌ییزې سرچینې په تېر یوه‌نیم کال کې د قومي جرګو او حکومتي ارګانونو له لارې د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۲۶ دُښمنیو د پای ته رسېدلو خبر ورکوي؛ کارپوهان په ټولنه کې د نظم او امنیت ټينګېدو لپاره د داسې اختلافاتو پای ته رسول اړین بولي.

د غور د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس مولوي ګل‌اغا فاروق پژواک خبري اژانس ته وویل: «مخکې د دغه ولایت په ولسوالیو او کلیو کې د خلکو ترمنځ ډېر اختلافات موجود وو چې د بې‌نظمیو، لارنیونو، وژنو او د خلکو د مالونو د چور او تالان لامل شوي وو، خو الحمدلله د اسلامي امارت په راتلو سره دغه ستونزې او اختلافات پای ته رسول شوي دي.»

نوموړی وایي، په تېر یوه‌نیم کال کې د حکومتي ادارو، علماوو، مخورو او قومي جرګو له لارې د مختلفو قومونو او کورنیو ترمنځ د دښمنۍ ۲۶ مورده پای ته رسول شوي دي.

هغه د غور د تېورې ولسوالۍ د پهلوان او باین قومونو ترمنځ اختلافاتو ته په اشارې سره -چې څه موده مخکې یې سوله کړې- وویل، د دغو قومونو ترمنځ بدبینۍ د دې لامل شوې وې چې له دواړو غاړو له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوړي او سلګونه نور بې‌ځایه شي.

نوموړي زیاته کړه: «نه یوازې د پهلوان او باین قومونو ترمنځ دُښمني وه، بلکې د نورو قومونو ترمنځ هم چې په نورو سیمو او ولسوالیو کې اوسېږي د ناپوهۍ او د اسلام دښمنانو له خوا ترمنځ یې د تفرقې اچولو له امله اختلافات موجود وو، له هرې غاړې له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او ډېره بدمرغي وه.»

کارپوهان: اختلافات په ټولنه کې د ناامنۍ، ګډوډیو او وروسته‌والي لامل کېږي.

د غور یوه ټولنیز فعال عبدالکریم رحیمي پژواک ته وویل، د دغه ډول دښمنیو له امله نه یوازې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي، بلکې د ټولنې د وروسته‌والي، بې‌سوادۍ او کډوالۍ لامل هم ګرځي.

نوموړي وویل: «له بده‌مرغه موږ شاهدان یو چې کلونه کلونه د مختلفو قومونو ترمنځ دښمني موجوده وه، خلکو د فلاني او فلاني قوم په نومونو ډېر قتلونه او بدمرغۍ تجربه کړي، تلفات یې ورکړل، زیانونه یې ولیدل، له خپل کور کلي کډوال شول، اولادونه یې د سواد له نعمته محروم شول او په لسګونه نورو بدمرغیو اخته شول.»

د هغه په خبره، د افغانستان په ګډون د ټولنو د وروسته‌والي یو لامل همدغه د قومونو ترمنځ اختلافات دي.

هغه په غور او د هېواد په نورو ولایتونو کې د جرګو له لارې د دُښمنیو او اړوندو ستونزو هواري ته په اشارې سره زیاته کړه: «د شکر ځای دی چې په  تېرو دوو کلونو کې په غور او د هېواد په نورو ولایتونو کې داسې اختلافات او دُښمنۍ را کمې شوې او هیله‌من یم چې د تل لپاره پای ومومي.»

رحیمي وایي، باید دغه پروګرام ټول هېواد ته وغځېږي او په ټولنه کې د اختلافاتو تر پای ته رسېدو دوام وکړي.

همداراز د غور د قبایلو او قومونو ادارې رییس او دیني عالم مولوي محمدحسین فرقاني د قومونو او کورنیو ترمنځ دُښمنۍ پای ته رسول د ټولنې لپاره اړین بولي.

هغه پژواک ته وویل، د دُښمنیو او اختلافاتو له منځه وړل د الله د رضایت لامل ګرځي او په ټولنه کې نظم او ارامښت رامنځه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له خلکو غواړو چې یو بل دې تر یوه بېرغ لاندې، د یو بل په منلو سره، په یوه غږ، یو بل دې غېږ کې ونیسي او د سولې په فضا کې دې ژوند وکړي.»

یوه بله مدني فعاله رحیمه امیر وایي، سوله او یو بل منل د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې ښه امنیت او ډاډمنه فضا رامنځته شي.

نوموړې وویل: «له کلونو راهیسې چې د قومونو ترمنځ اختلافات او ستونزې وې، د ځوانانو، ماشومانو او سپین ږیرو د قربانیو اخیستو ترڅنګ ډېری یې بې کوره او سرګردانه شول، له کومه وخته چې نظام تغییر کړی اختلافات هم کم شوي او دا ډېره ښه ده چې ټول یو له بل سره ژوند کوي او هر څوک چې هر ځای ته ځي ستونزه نه لري.»

هغه له ټولو ښکېلو ډلو او قومونو غواړي چې له تفرقې او تاوتریخوالي لاس واخلي، له یو بل سره دې د وروڼو په څېر ژوند وکړي او د پایدارې سولې او د هېواد پرمختګ لپاره لاس په کار شي.

هغې زیاته کړه، د اختلافاتو دوام د ستونزو او د ټولنې د وروسته‌والي لامل کېږي او ډېرې نورې ویجاړۍ رامنځته کوي.

په ورته وخت کې، د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو قومي مشر سیدعلي اغا مشفق چې په دې ولسوالۍ کې د «خوانینو، اشرافو او د غریبو طبقو» تر نومونو لاندې د قومونو ترمنځ د څو کلنې دُښمنۍ شاهد دی، پژواک ته وویل چې دې اختلافاتو د روحي او رواني ستونزو پیدا کولو ترڅنګ، له خلکو ډېرې قربانۍ هم اخیستي دي.

هغه په تېره یوه لسیزه کې د قومونو ترمنځ د دې دُښمنیو اصلي ريښه سیاسي جریانات، له بې‌ځایه دُښمنیو نتیجه نه اخیستل، ډېرې وژنې او دغه راز د خلکو کډوالي وبلله.

د سرچینې په خبره، د دغو دُښمنیو په پایله کې د یادط ولسوالۍ له ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي او سلګونه نور بیا کډوال شوي دي.

نوموړی چې د هېواد د سیاسي نظام تغییر د ټولو خلک په ګټه بولي، زیاته کړه: «خلکو خپله ولیدل او نتیجه یې واخیسته چې د قومي او عصبیتي تبلیغاتو پر اساس رامنځته شوي جنګونه، د ځوانانو د وینې له توېدو، د مال او پانګې له منځه تلو، اقتصادي پرمختګ کې وروسته پاتې کېدو او له کډوالۍ او ویجاړیو پرته بله ثمره نه لري. اصلي لامل دا وو چې خلکو له قومي عصبیتونو نتیجه نه اخیستله، خو د نوي نظام په هڅو او جرګو جوړولو سره اوس خلک عادي او د یو بل ترڅنګ ژوند کوي.»

د دښمنو پای ته رسوونکي خلک له دې چارې خوښ دي.

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو اوسېدونکی ۴۱ کلن حسین‌علي چې د قومي او سیاسي جریاناتو په پایله کې زیانمن شوی وایي، خپل ځوان زوی یې په دغه لاره کې له لاسه ورکړی او له پنځو کلونو ډېر وخت په ایران کې کډوال و.

هغه چې تر اوسه د خپل زوی غم نه دی هېر کړی، خو د دُښمنۍ پای ته رسېدو ته خوښ دی او وایی: «دا چې د هزاره قوم ستونزې د اوسني نظام په هڅو او د خلکو د خپلو پرېکړو له حل مخې شوې او اوس د یووالي، یو بل منلو په فضا کې ژوند کوو خوښ یم، موږ هغه څه چې په تېر کې شوي او شهادتونه مو ورکړي، بښنه کوو او په ارامۍ به ژوند کوو.»

نوموړی په دښمنۍ او تاوتریخوالي کې ژوند سخت بولي او زیاتوي: «هغه ژوند چې په سوله او پخلاینه کې دی په بل هيڅ ځای او حالت کې نشته، موږ له ټولو قومونو او خلکو غواړو چې خپل اختلافات دې لرې کړي او یو له بل سره دې په سوله کې ژوند وکړي.»

نوموړی او د کور نور غړي یې د دُښمنۍ له امله کور پرېښودو ته اړ شوي وو، اوس خوښ دی چې له پنځو کلونو وروسته خپل هېواد او خپلې سیمې راستون شوي، په عادي او ارامه فضا کې خپل ژوند تېروي.

د فیروزکوه ښار یو اوسېدونکی عبدالقدیر وایي: «باور وکړئ چې په تېرو وختونو کې همدا دښمنۍ وې چې یو څوک به یوه او بل کلي ته نشو تلای، هیچا به د امنیت احساس نه کاوه، کومې هڅې چې شوې ډېر ښه شوي، دښمنۍ له منځه لاړې او اوس چې څوک چېرته غواړي تللی شي.»

د غور دغه اوسېدونکی چې د هېواد پرمختګ او پرمختیا په سوله کې بولي، له دولت، علماوو او مشرانو غواړي چې خپلو دې هڅو ته دې دوام ورکړي، څو د اختلافاتو او تاوتریخوالي ريښه ختمه شي او د سولې لپاره زمینه برابره شي.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم هم له خلکو غواړي چې قومونه د اسلامي امارت له نظامه الهام واخلي او له بښنې او تېرېدنې دې کار واخلي.

نوموړي وویل: «موږ د جرګو له جوړېدو او د بېلابېلو ادارو له هڅو خوښ یو، دغه نیک اقدام دی چې له دې سره څو اختلافي موارد هوار شوي دي.»

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.