Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې محتسبینو یې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د اسلامي شریعت خلاف کړنو (کوډګرۍ) په تور درې کسان نیولي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره د سلګونه نجونو لپاره د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
میمنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د میمنی – اندخوی پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې تپې ښویېدنې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر خلک د فاریاب په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښته شکایت کوي او د عامې روغتیا او مرستندویه موسسو له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پشتونکوټ، دولتاباد او اندخوی ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ څاروي تلف شوي دي.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.
د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې یو ۶۰ کلن سړی د خپل لمسي له خوا په ډزو وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP