منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

فاریاب

۲۱۹ راپورونه

راپورونه

غړي

فاریاب کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او د یوه بل ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د فاریاب پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواجه‌موسی ولسوالۍ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل او په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

«فاریاب کې په ۴۴ ښوونځیو کې اداري او درسي چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي»

د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د خانچارباغ خلک: د اقینې بندر لږ تر لږه لس سلنه عواید دې د دې ولسوالۍ پرمختیايي چارو کې ولګېږي

د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، هر کال د اقینې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه‎ میلیاردونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ځي، خو د سیمې خلک لومړنیو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

غړي

فاریاب کې یو ډاکټر وژل شوی

فارياب کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې يو ډاکتر د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

غړي

فاریاب کې د اوبدنې صنعت کمرنګه کېدل؛ «حکومت دې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي»

فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینه‌وو ته به د کار زمینه برابره شي.

نور راپورونه