ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله څلور ځوانان مړه شوي

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله څلور ځوانان مړه شوي

author avatar
4 May 2024 - 14:19
فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله څلور ځوانان مړه شوي
author avatar
4 May 2024 - 14:19

میمنه (پژواک، ۱۵ ثور ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار څنډه کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فاریاب د ترافیکو مدیریت د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون شپه ۱۲ بجې د کته‌کم کوتل سیمه کې یو موټر چې د میمنې ښار اوسېدونکي په کې سپاره وو، له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

نوموړي وویل، په یاده پېښه کې د موټر ټول څلور سپرلي مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه، یادو ځوانانو له ۲۲ تر ۲۷ کلونو عمرونه درلودل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.