د لغمان په الینګار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ چې دوولس کاله یې ترمنځ دښمني وه، روغه وشوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ چې دوولس کاله یې ترمنځ دښمني وه، روغه وشوه.
د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره نوي سړک جوړولو چارې پيل شوې چې بېلابېل کلي به سره ونښلوي. د…
لغمان کې چارواکي وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګره سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې یو نوی تاسیس شوی لومړنی ښوونځی پرانیستل شو چې د اوس لپاره به په کې دوه سوه زدهکوونکي زدهکړې کوي.
ځايي مسوولین وایي چې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ او د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته د د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت دیوه پول د جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان کډوالو چارو ریاست له لوري دوه سوه بېځایه شوو کسانو ته د کوچنۍ کچې کاروبارونو زمینه برابره شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د چاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۱۵۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د لس اعشاریه درې میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کرنیز کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال پروګرام له لوري له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د سرو املوکو په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسواليو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
کې لغمان حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ږلۍ او تېز اورښت له امله د ۲۳۰۰ جریبه ځمکې کرنیز فصلونه له منځه تللي او ۳۰ څاروي مړه شوي دي.
د لغمان سیمهییزمسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوبو رسولو لسو نورو شبکو چارې پیل شوې.
د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د لغمان د حج او اوقافو ریاست مسوولین وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «نلیار» سیمه کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت د یوه جامع جومات د جوړولو چارې پیل…
د لغمان امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې د دوی او امنیتي ادارو په هڅو په دغه ولایت کې ۵۲ بېلابېل ډول مرغان بېرته طبیعت ته پرېښودل شول.
د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د کانالونو د پاکولو او سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې چې په ترڅ کې یې ۱۲۵۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د لغمان د کرنې رییس وايي، په دغه ولایت کې له هغو کروندګرو سره مرستې کېږي چې پر خپل وخت حکومت ته عشر او زکات سپاري.
د عدلیې وزارت وایي، په لغمان کې تر اوسه نږدې شل زره هکتاره غصبي دولتي ځمکه تثبیت شوې چې ۱۱۹ هکتاره یې بېرته راګرځول شوې ده.