د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، په تېرو شلو میاشتو کې له هېوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیلهمن دی چې شته ستونزې هم په تدریج سره حل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان او ایران باید له شته ګډو فرصتونو څخه مثبته ګټه واخلي او ایراني لوري هم ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید پر سختو ټکو وغانده او هغه ته یې د حکومت له خوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو او ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن