ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: که ترکیه وغواړي افغانستان به مرستندویه ټيمونه ور واستوي

متقي: که ترکیه وغواړي افغانستان به مرستندویه ټيمونه ور واستوي

author avatar
10 Feb 2023 - 13:04
متقي: که ترکیه وغواړي افغانستان به مرستندویه ټيمونه ور واستوي
author avatar
10 Feb 2023 - 13:04

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په ټېلیفوني اړیکه کې ویلي، که ترکیه وغواړي افغانستان به د ژغورنې او بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه ور واستوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن (د سلواغې ۲۱مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ترکي سيال مولود چاووش اوغلو سره په ترکیه کې د وروستۍ ويجاړوونکې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه ټېليفوني خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي: «په پيل کې مولوي امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ته د افغان حکومت او ولس په استازیتوب د ترکيې له حکومت او ولس سره يو ځل بيا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او له خپلو مسلمانو ترکي وروڼو او خوېندو سره یې په دغه ستره غمیزه کې ځان شریک وباله.»

سرچینه زیاتوي، متقي څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ترکي وروڼو سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.