ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: افغانستان له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی

متقي: افغانستان له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی

author avatar
5 Apr 2023 - 15:17
متقي: افغانستان له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی
author avatar
5 Apr 2023 - 15:17

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، اوس په افغانستان کې جدي امنیتي ګواښ نشته او دوی لېوال دي چې له روسیې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د دغه وزارت ویاند ضیااحمد تکل په خپل ټوېټر لیکلي چې نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ډیمیټري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

هغه وايي: «په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې»

تکل د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي له قوله لیکلي: «افغانستان لېوال دی له روسیې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.»

متقي په دې لیدنه کې د روسیې سفیر ته په افغانستان کې د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: «اوس افغانستان کې جدي امنیتي ګواښ نشته او نه هم له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ شته.»

سرچینې لیکلي چې د روسیې سفیر په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او په راتلونکي کې يې په ګڼو برخو کې د دولتي پلاوو د تګ راتګ په اړه تیاری ښودلی دی.

د یادونې ده، تېره ورځ رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی و چې په بلخ کې یې کونسلي خدمات پیل کړي دي.

Views: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.