Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او پرانيستل شول.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په سپارښتنه د دغه ولایت په مرکز پلعلم او د شپږ ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره یې د ۴۴ نوو مخابراتي سایټونو منظوري ورکړې چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.
د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وایي چې په غزني ولایت د مخابراتي ستونزو د کمولو په موخه ۳۴ نور مخابراتي سایټونه هم جوړېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي چې د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د ننګرهار مخابراتو ریاست وايي چې سږ کال د دغه ولایت یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د هېواد په هغو سيمو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شوي چې مخکې هلته خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP