ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
تېره اونۍ اسټرالیا وویل چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي، د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او د کار ملي کنفرانس کې ۱.۴ میلیون کسانو ته د کارموندنې ژمنه وشوه.
تېره اونۍ، روسیې د دوحې ناسته د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده رول لپاره مهمه وبلله، امریکا وویل چې استازي یې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانالرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته ګډون په کې کوي او د ا.ا ویاند وایي چې دې ناستې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ورځي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
تېره اونۍ، ا.ا د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه، یوناما دغه ناسته د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره حیاتي میکانیزم وباله او م.م د افغانستان په اړه دوه راپورونه خپاره کړل، خو ا.ا له حقیقته لرې وبلل.
د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو ټکسي موټر چپه کېدو له امله يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
تېره اونۍ، پنځو سرپرست وزیرانو بهرني سفرونه لرل، م.م پر څلورو افغان چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړل، روسیې یو ځل بیا له ا.ا سره د اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او قزاقستان ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ.
تېره اونۍ، مولوي عبدالکبیر د م.م له چارواکو سره په ليدنه کې هیله ښودلې چې د دوحې ناسته کې د ګډون په اړه د ا.ا دریځ ومنل شي، م.م ویلي دغه ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل عادي کولو غوره فرصت وي، سیګار ا.ا د مرستهکوونکو په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړ، خو ا.ا رد کړه.
تېره اونۍ، بامیانو کې د ناپېژانده وسلهوالو برید کې د اوو بهرنیانو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګژوبله واوښته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې وشوې، کابلوف وویل چې ا.ا د روسیې دښمن نه دی او ا.ا ته د «همالیا ټرانس فورم» په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت حضرتسلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یوه حکومتي سرچینه وایي چې تېره شپه د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې پر مهال د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالي کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنې یوه نجلۍ وژلې او یو هلک ټپي دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي او دغه راز ۸۸۰۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
تېره اونۍ د اسلامي همکاریو سازمان له کابل سره د رغنده خبرو په چوکاټ کې پر تعامل ټینګار وکړ او روسیې وویل چې د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د جلالآباد ښار کابلکمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.
ننګرهار کې مسوولین ووایي، د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زدهکړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.
تېره اونۍ، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو یو پلاوی راغی، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده، واشنګتڼ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ، ا.ا وویل، د ښځو حقونه تامین دي او ایراني چارواکو ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ا.ا مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.
تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.