Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): نن په هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ، د فلسطین د مقاومت د پیغام روښانه کولو او د
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړۍوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې مخنیوي او هغوی ته د دایمي سرپناوو په جوړېدو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او افغاناېډ سازمانونو اعلان کړی چې د انګلیستان په مالي ملاتړ، افغانستان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون پونډه په ارزښت د خوړو خوندیتوب، کلیوالي معیشت ښه کولو، اقلیمي مقاومت او بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه نوې پروژې پلي کېږي.
کابل کې یوه خصوصي پوهنتون په هېواد کې د خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ لپاره صندوق جوړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو بشري حقونو ته پر درناوي، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نړۍوالو قوانینو پر رعایتولو ټینګار کړی؛ په داسې حال کې چې ځینو هېوادونو د دغه پرېکړهلیک متن یو اړخیز بللی او له اسلامي امارت سره یې د عملي تعامل غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په لیدنه کې له نړۍواله ټولنې غوښتي څو د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي او ا.ا ویلي، له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر کې د اسانتیا راوستو په موخه له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې څه باندې ۲۰ زره کسان به ترې برخمن شي.
د کرکټ نړۍوالې شورا وایي، د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځته کوي.
د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP