منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۵°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ملګرو ملتونو

۹۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي سره په لیدنه کې یې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.

غړي

ملګرو ملتونو له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت، روږدو ټولولو او درملنې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

د نشه‌يي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت، د روږدو درملنې او هغوی ته د حرفوي زده‌کړو او کارموندنې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

غړي

مجاهد: د م.م ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز زموږ داخلي ارزښتي موضوع ده

د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په غبرګون کې د یوناما د څرګندونو په اړه وایي، دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.

غړي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې معارف سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پوهنې وزارت له سرپرست سره د افغانستان د تعلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې او له پوهنې برخې سره یې د خپلو بې قید او شرط مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

غړي

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د قحطۍ له ګواښ سره مخ هېوادونو ته ۲۵۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې ملګرو ملتونو د قحطۍ مخنیوي او د نړۍ تر ټولو ډېر زیان‌منوونکو خلکو ته د رسېدنې په موخه ۲۵۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي…

غړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال: له افغانستان سره د مرستو بندولو اراده نه لرو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، پر دغه هېواد د مرستو بندولو اراده نه لري او سږ کال د بشري مرستو برخې ته تر ټولو ډېره بودجه په پام کې نیول شوې ده.

غړي

ملګرو ملتونو افغانستان کې د کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د کورنيو بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)…

غړي

اې‌ایف‌پي: ملګرو ملتونو د سرپرست حکومت پر دوو چارواکو بېرته سفري بندیز وضع کړ

د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست او د پوهنې وزارت د یوه مرستیال د سفري بندیزونو لرې کېدو موده نه ده غځولې، ادعا کوي چې دغو دوو کسانو د نجونو زده‌کړو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

نور راپورونه