ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د نومبر ۱۸مه د ماشومانو جنسي ځورونې او له هغوی سره د تاوتریخوالي مخنیوي ورځ ونوموله

ملګرو ملتونو د نومبر ۱۸مه د ماشومانو جنسي ځورونې او له هغوی سره د تاوتریخوالي مخنیوي ورځ ونوموله

author avatar
18 Nov 2022 - 10:37
ملګرو ملتونو د نومبر ۱۸مه د ماشومانو جنسي ځورونې او له هغوی سره د تاوتریخوالي مخنیوي ورځ ونوموله
author avatar
18 Nov 2022 - 10:37

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو د نومبر اتلسمه د ماشومانو جنسي ځورونې او ورسره د تاوتريخوالي مخنيوي ورځ نومولې او پرېکړه يې کړې چې دغه ورځ به هر کال نمانځل کېږي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوو اونیو مخکې تصویب کړي پرېکړه‌لیک له مخې په دغه نوم نومول شوې او نور به هر کال نمانځل کېږي.

په راپور کې راغلي، د نومبر په ۷مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غونډې اجنډا ته د ماشومان جنسي کارونې، ځورونې او له هغو د مخنیوي په نوم پرېکړه وړاندې شوه چې دوو افریقايي هېوادونه «سیرالیون» او «نایجریا» یې اصلي ملاتړي وو.

سرچينه زياتوي: «تر ۱۲۰ ډېرو هېوادونو د دغه پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ او په عمومي اسمبله کې یې پراخ هرکلی وشو. دغه پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو ادارې، نړۍوال بنسټونه او مشران هڅوي چې هر کال دغه ورځ د ماشومانو جنسي کارونې، ځورونې او ورسره د تاوتریخوالي د مخنیوي او ترې رغولو د نړۍوالې ورځې په توګه یاده کړي.»

په راپور کې راغلي، په هره ټولنه کې د ماشومانو جنسي ځورونه په لږ یا ډېره کچه شته او په افغانستان کې هم ماشومان له دې ننګونې په پراخه کچه مخ دي.

سرچينه ليکي: «د ملګرو ملتونو شمېرو له مخې، هر کال میلیونونه ماشومان له جنسي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ کېږي؛ په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر درې سوه میلیون تنو ته رسېږي چې په جنسي توګه ځورول شوي دي.»

ملګرو ملتونو له خپلو ټولو ادارو، نړۍوالو بنسټونو، مدني ټولنو، مذهبي مشرانو او علمي بنسټونو غوښتي چې هر کال دا ورځ یاده کړي او د ماشومانو د جنسي ځورونې مخنیوي لپاره پر اقداماتو، هڅونو او عمومي پوهاوي پر لوړولو سربېره د قربانیانیانو بېرته رغېدو او د هغوی د حقونو او درناوي خوندي کولو لپاره هم هلې ځلې وکړي.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.