سرګي شویګو: روسیه هڅه کوي افغانستان په شانګهای سازمان کې خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغهراز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.



