Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.
د ننګرهار ولايت مقام وايي، پاکستان نن يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري.
ولايتي چارواکي وايي، له تورخم، خرلاڅې او انګور اډې وروسته پاکستاني ملېشو د غلامخان لار هم د سوداګريزو مالونو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
ننګرهار کې مسوولین وايي، پاکستان ته له پاسپورټ پرته د ناروغانو د لېږد ځانګړي کمېسیون معرفي کولو له لارې په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغان او د هغوی پایوازان دغه هېواد ته تللي دي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته پرون د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل وړیا وېشل کېږي؛ په دغه روغتونونو کې ناروغان هم د درملو خدمتونو له وړاندې کولو خوښ دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.
د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو مسوولین وايي، دغو روغتونونو ته د ناروغانو ورتګ د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، پاکستان له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ لږ تر لږه سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته د تورخم له لارې دغه هېواد ته د درملنې لپاره د تګ اجازه ورکوي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو او ځينو داخلي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکسلوویډ ګولۍ/ ټابلیټ د کرونا له امله د مړینو په کمېدو کې ۸۹ سلنه ګټه لري؛ دغه راز د طب پوهان هم وايي چې دغه درمل د کرونا ناروغۍ د سختېدو مخه نیسي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP