ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل وړیا وېشل کېږي 

د عامې روغتیا وزارت: ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل وړیا وېشل کېږي 

author avatar
15 May 2023 - 15:48
د عامې روغتیا وزارت: ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل وړیا وېشل کېږي 
author avatar
15 May 2023 - 15:48

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل وړیا وېشل کېږي؛ په دغه روغتونونو کې ناروغان هم د درملو خدمتونو له وړاندې کولو خوښ دي.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار په اندراګاندي، جمهوریت، انتاني او ملالۍ زېږنتون روغتونونو کې د درملو د وېش بهیر په تړاو راپور چمتو کړی چې ناروغان د مرکې پر مهال د روغتیايي خدمتونو له ښه‌والي په تېره بیا د درملو وېش له بهیره خوښ دي.  ‎

ناروغلرونکي: د اړتیا وړ ډېری درمل له روغتونه ترلاسه کوو

د کابل ښار اوسېدونکی ذبیح‌الله چې ورور یې عملیات شوی او په جمهوریت روغتون کې بستر دی وايي: «ورو مې چوره و، نن عملیات شو، موږ د روغتون په ځانګړې توګه د درملو خدمتونو وړاندې کولو له امله خوشحاله یو، ډاکتران نسخه راکوي او د روغتون له درملتونه مې وړیا درمل واخیستل.»

نوموړی هیله‌من دی چې د هېواد په ټولو روغتونونو کې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر ښه شي.

په ورته مهال، د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکی نصرالدین چې پر مننجیت ناروغۍ له اخته زوی سره یې د کابل په انتاني روغتون کې بستر دی، وايي چې ناروغ ته یې درمل وړیا ورکړل شوي او اوس ښه دی.

د کابل اوسېدونکې انیتا چې خپله ناروغه لور یې اندراګاندي روغتون ته راوستلې وویل: «دوې میاشتې کېږي چې لور مې ټوخېږي، دلته مې راوسته، د توبرکلوز معاینات یې وکړل او درمل یې ورکړل، درې قلمه دوا یې د روغتون له درملتونه ورکړه او دوه قلمه نوره له بهره اخلم، د روغتون له خدماتو راضي یم.»

په همدې حال کې، یوه ناروغه ماه‌جبین چې پرون یې په ملالۍ زېږنتون کې ماشوم پیدا شوی و وویل: «پرون مې ماشوم پیدا شو او عملیات شوم، د اړتیا وړ ټول درمل روغتون راکړل.»

د کابل د ده‌افغانانو سیمې اوسېدونکې مریم وايي، په رحم کې یې تومور و او شاوخوا دوې میاشتې مخکې په رابعه‌ بلخي روغتون کې عملیات شوه.

هغې د یاد روغتون د خدماتو له وړاندې کولو هرکلی کوي او وايي چې د عملیات ترڅنګ، د اړتیا وړ ټول درمل یې له روغتونه ترلاسه کړل.

مریم زیاته کړه: «درې کاله مخکې مې یو ماشوم په همدغه روغتون کې پیدا شو، هغه مهال مو ټول درمل ان تر دې چې یوه پېچکاري مو هم له بهره اخیسته او د دولتي روغتونونو خدمتونه ښه شوي دي.»

مسوولین: د ناروغانو د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل په روغتون کې ورکول کېږي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو سره الحمدلله په ټولو برخو کې پرمختګ شوی دی او وطنوالو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي، که په تشخیصه برخه کې وي او یا هم په درملنه کې او یا د درملو په وېش کې؛ له نېکه‌مرغه ټولو هغو ناروغانو ته چې په کابل یا ولایاتو کې بستر دي ورته درمل ویشل کېږي.»

هغه زیاته کړه: «په ډېرو سیمو کې کلینیکونه شته، مخکې به یې په کلینیکونو کې درمل نه ورکول، خو اوس الحمدالله ناروغانو ته له ۸۰ سلنې ډېر درمل ورکول کېږي.»

نوموړي وویل، هغه سیمو ته چې نفوس یې ډېر وي، ډېر درمل لېږل کېږي او د روغتیاپالانو شمېر هم ډېر دی، خو هغه سیمې چې کم نفوس لري، په هماغه اندازه کم درمل ورته عرضه کېږي.

هغه په روغتونونو کې ناروغانو ته د درملو ډېرېدو په اړه په وویل: «حساب ورکونه او روڼتیا شته، له همدې امله درمل ډېر شوي دي.»

د نوموړي په وینا، هغه درمل چې په کلنییکونو کې ناروغانو ته ورکول کېږي، له بېلابېلو نړۍوالو موسسو لکه د سره صلیب نړۍواله کمیټه (ای‌سي‌آرسي)، له ماشومانو ملاټر د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو‌اچ‌او) او د درملو په برخه کې ځینو نورو مرستندویه بنسټونو له خوا دي.

په ورته وخت کې، د جمهوریت روغتون د فارمسي څانګې امر احمدعمر الهام پژواک ته وویل، د ناروغانو د اړتیا وړ ۹۰ سلنه درمل په روغتون کې ورته ورکول کېږي، په داسې حال کې چې مخکې کلونو کې یوازې ۵۰ سلنه درمل په روغتون کې ورکول کېدل.

د هغه په وینا، کوم درمل چې په یاد روغتون کې ویشل کېږي، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای‌سي‌آرسي) له خوا ورته ورکول کېږي.

دغه راز، په کابل کې د انتاني روغتون د فارمسي عمومي مدیر محمدصابر هوتک وايي، هره ورځ له مرکز او ولایتونو څخه ۳۰۰ پر انتاني ناروغیو ملاریا، مننجیت، اسهالات او کانګو اخته ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې ۹۵ سلنه د اړتیا وړ درمل یې د روغتون له خوا ورته وړتیا ویشل کېږي.

هغه د زیړي ناروغانو ته په اشارې سره وویل: «د زیړي ناروغۍ درمل ډېر قیمت دي، د دې څانګې ناروغان په دوامدار ډول تر یوه کاله پورې د خپلې درملنې لپاره مراجعه کوي، درمل موجود دي او هره میاشت له روغتون څخه خپل درمل اخلي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مخکې یوازې د بستر ناروغانو ته درمل وېشل کېدل، امکانات یې کم وو خو اوس هم بستري ناروغانو ته او هم هغه ناروغانو ته چې بستر نه دي په وړیا ډول درمل وېشل کېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې د مراجعینو شمېر هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

همداراز، د کابل د صحت طفل روغتون فارمسست عطامحمد ژوندی وایي، د ناروغانو د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل له روغتون څخه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې دوه کاله وړاندې د اړتیا وړ ۴۰ سلنه درمل ورکول کېدل.

هغه وویل، هره ورځ پر بېلابېلو ناروغیو ۵۰۰ اخته ناروغان هغوی ته مراجعه کوي او له همدې امله کله کله د درملو له کمښت سره مخامخ کېږي.

خو نوموړی وایي، هغه انتي‌بیوتیک چې لوړه بیه لري او تقویتي سیرومونه چې په روغتون کې نشته، ناروغ‌لرونکي یې له روغتونه بهر پېري.

په ملالۍ زېږنتون کې فارمسسته فوزیه وایي: «اوسمهال په روغتون کې ۸۰ سلنه درمل شته او هیڅکله درمل کم شوي نه دي، خو ځیني وختونه د ناروغانو د ډېرېدو له امله درمل خلاص شوي او ناروغان اړ دي چې درمل له روغتونه بهر وپېري.»

هغې زیاته کړه: «د عملیاتي ناروغانو څانګه کې له ۲۱ قلم درملو څخه ۵ قلمه یې له بهره راغواړو او ۱۹ قلمه درمل له روغتون څخه ترلاسه کوي.»

طب پوهان: د درملو د خدمتونو ښه کېدل د ستاینې وړ دي

د کابل د طبي پوهنتون استادې پوهنوال شهلا حمیدي وویل چې ښه مدیریت او د نړۍوالې ټولنې د مرستو ډېرېدل هغه عمده لاملونه دي چې د روغتونونو خدمتونه ورسره ښه شوي او په دغو شرایطو کې د درملو او روغتیايي خدمتونو ښه کېدل یو مثبت ګام او د ستاینې وړ کار دی.

هغه وایي، په دغو شرایطو کې چې د خلکو اقتصاد خراب دی، په روغتونونو کې ناروغانو ته د درملو وېش نیک اقدام دی او د کابل له علي‌اباد روغتون څخه د هغې د سترګو لیدلی حال دا دی چې د ناروغانو ۸۰ سلنه د اړتیا وړ درمل له روغتون څخه ورکول کېږي.

هغه هیله لري چې دغه سیسټم دوام وکړي او روغتیایي خدمتونه لا ښه شي.

Visits: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.