Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه خصوصي روغتون ۲۲۰۰ ناروغانو ته د وړیا عملیاتو لړۍ پيل کړه

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): په ننګرهار کې د يو خصوصي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ بې‌وزله ناروغانو د وړيا عملیاتو لړۍ پيل شوه.

مسوولین وایي، په دغه کمپاین کې د ننګرهار د ۲۲ ولسواليو بې‌وزله ناروغانو ته چې په شپږو برخو کې د عملیات اړتیا ولري او له مالي ستونزو سره مخ وي، وړیا عملیات ترسره کېږي.

په ننګرهار کې د ننګ په نوم د يو خصوصي روغتون مسوول ډاکټر سفيرخان شينواري د دغو عملیاتو د پيل په غونډه کې وويل چې دغه روغتون د عامې روغتيا له رياست سره د يوې هوکړې له مخې، د ننګرهار د ۲۲ ولسواليو هرو سلو ناروغانو ته د وړيا عملیاتو کمپاين پيل کړی دی.

دی وايي، د دغه کمپاين پيل يې له نازیانو ولسوالۍ کړی چې تېره اونۍ يې نوملیکنه ترسره شوه او دا اونۍ يې سر له نن څخه عملیات پيل شول.

د نوموړي په وينا، عملیات په وړيا ډول کېږي او ناروغ لرونکو باندې يوازې روغتون ته د ورتګ او د درملو لګښت راځي او هڅه کوي چې په دغه بهير کې رښتيني اړمن ناروغان عملیات شي.

دی وایي چې یادو ناروغانو ته د عمومي جراحي، عصبي جراحي، د غوږ، پزې او ستوني، د هډوکو، د نسايي ولادي او د سترګو برخو کې عملیات شامل دي.

د نازیانو ولسوالۍ يو اوسېدونکی خیرالله چې کوچنۍ لور يې د سترګو عملیات ته اړتیا لري او توان يې نه و، وايي چې اوس ورته دغه کمپاين کې چانس ورکړل شوی چې لور يې په وړیا ډول عملیات شي.

دغه راز، رحمان‌الله شينواری چې دغه روغتون ته یې خپل ناروغ راوستی له نورو روغتيايي مرکزونو له مسوولینونو او بډايه هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې بې‌وزله خلکو ته دې دا ډول زمینې برابرې کړي.

د يادونې ده چې دغه روغتيايي مرکز شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ننګرهار د عامې روغتيا له رياست سره د دغه کمپاين هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.