بلخ کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي دي
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د اروزګان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د بامیان ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې يې د ۹۰ کلچې خامو چرسو د قاچاق په تور شپږ کسان نيولي دي.
بامیان کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه او د کیمیاوي توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یووړل شوي او په تړاو یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.
د ختيځ زون امنیتي مسوولین وايي چې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د چرسو او تریاک د قاچاق په تور ۲۸ کسان نيول شوي دي.
افغان او امریکایي چارواکو دوحه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې، پر نشو د روږدو کسانو درملنې او افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.
د غور امنيه قوماندانۍ په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د ۲۰ کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
اروزګان کې مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو او ګيزاب ولسوالیو کې د نشهیې توکو د تولید درې کارخونې له کشف وروسته له منځه وړې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې اووه کسان له لسګونه کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهيي توکو سره نیولي دي.
اروزګان کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۳۱ زره ۵۰۰ کیلوګرامه ومان له منځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده او ځینو ولایتونو کې د یادو توکو د پېر او پلور په تور ۱۴ کسان نیول شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو کې د نشهيي توکو یوه کارخونه او ۳۳۵ کیلوګرامه ومان او په چورې ولسوالۍ کې ۶۶۵ کیلوګرام ومان کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې پرون د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د سرپل د امنیه قوماندانۍ مسوولین د نشهيي توکو د پروسس یوې کارخونې او د ۱۵۰۰ کیلوګرامه ومان بوټي د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې دوه کسان…
د بامیان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د نشهیي توکو او الکولي مشروباتو اووه کارخونې کشف کړې او له منځه وړې او په تړاو یې ۱۷ کسان نیولي دي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۰ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې د لس زرو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د لومړنۍ محکمې له لوري د سږ کال په اوږدو کې ١٠٣ د نشهيي توکو کاروونکي او او پلورونکي په لنډ او اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په کابل کې د روږدو د درملنې له مرکزه د لیدنې پر مهال ویلي چې پر نشهيي توکو د روږدتیا مخنیوي لپاره دې اړین اقدامات وشي او د روږدو د درملنې پروسه دې پياوړې شي.