ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

سرپل کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

author avatar
23 May 2023 - 17:20
سرپل کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه
author avatar
23 May 2023 - 17:20

سرپل (پژواک، ۲ غبرګولى ۱۴۰۲): د سرپل د امنیه قوماندانۍ مسوولین د نشه‌يي توکو د پروسس یوې کارخونې او د ۱۵۰۰ کیلوګرامه ومان بوټي د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.

د سرپل امنیه قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري وايي، پولیسو نن د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په الر کلي کې د نشه‌یي توکو د پروسس یوه کارخونه، ۱۵۰۰ کیلوګرامه ومان بوټي او د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس وسایل کشف او له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړه، د یادې قضیې په تړاو دوه کسان چې په دغه کارخونه کې پر کار بوخت وو، نیول شوي او اوس تر څارنې لاندې دي چې د اړوندو دوسیو له طی مراحل وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

نظري همداراز زیاته کړه چې د کوهستاناتو پولیسو د دغه ولسوالۍ په جرغان کلي ۴ جریب ځمکه هم له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.