Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان کانتیوا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د سختو بادونو له امله د یوازینۍ مخابراتي شبکې پایه نړېدلې او له نږدې یوې اونۍ راهیسې له مخابراتي خدمتونو محروم دي.
د نورستان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځايي مسوولین وايي، تېره ورځ د نورستان د مرکز پارون په پرونز غرنۍ سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله یو ځوان مړ شوی او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرانومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمالختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.
نن سهار د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپبان شوي دي.
د نورستان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې ۱۱ زره هکتاره څرځایونه او ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون او دوو ولسوالیو کې یې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې درې سوه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د نهه میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ شنې خونې جوړې او نن ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نورستان سیمهییز مسؤولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په سیند کې ډوبه شوې او ژوند یې بایللی دی.
د نورستان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د نورستان امنیه قومنداني وایي، پرون د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کانکیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP