نورستان کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه ښځه وژل شوې ده
د نورستان سیمهییزچارواکي وايي چې د دغه ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه مېرمن وژل شوې ده.
د نورستان سیمهییزچارواکي وايي چې د دغه ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه مېرمن وژل شوې ده.
د نورستان ولایت امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې «د مقاومت جبهې» یو غړی وژلی دی.
نورستان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د مرکز پارون اړوند په ماندي سيمه کې د يوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د شهيد ميرعالم ناصح په نوم د هلکانو یوه ښوونځي ودانۍ د برېښنا شارټۍ له امله سوځېدلې ده.
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د برېښنا، سړکونو، روغتيايي مرکزونو او نورو برخو کې ستونزې لري، بايد حکومت يې ورته حل کړي.
د نورستان سیمهییرمسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې څلور ورځې مخکې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لا هم دوام لري.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سلو بسترونو ته د ملکي روغتون د ارتقاء ترڅنګ درې روغتیایي پروژې پرانیستل شوې او د یوې پروژې کار پیل شو.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د نورستان ولایت یو شمېراوسېدونکي، معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي چې د ولایت په کچه معیاري روغتون شتون نلري، حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي. خو مسوولین…
نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ د یوه کلي ۱۳ کورونه چې یو تاریخي کور هم په کې شامل دی، سوځېدلي دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې لخوا د دغه ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې له ۷ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نورستان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د خوراکي توکو بدل کې د کار زمینه برابره شوه.
د نورستان مسوولینو له حکومته وغوښتل چې د دغه ولایت ځنګلونو ساتنې ته ځانګړنې پاملرنه وکړي او د بیا احیاء کولو لپاره يې لارې چارې ولټوي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي او شپانه وایي چې ګڼ شمېر څاروي یې د طبق ناروغي خپرېدو له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته یې په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه کوي.
پکتیا کې د ۱۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت سربند جوړ شوی، په غزني او نورستان کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې.
ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د بارانونو دو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ځاني او مالي زيانونه اوښتي او دغه راز کامدېش او برګمټال ته غځېدلى سړک هم تخریب او د ترافیکو په مخ تړل شوی دی.
کونړ کې مسوولین وايي، تېره شپه په دغه ولایت او نورستان کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. هغوی زیاتوي، سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم…
په نورستان کې ځایي چارواکي وایي، سږ کال یې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو لس زره هغو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې چې له دې مخکې يې لاسرسى نه ورته درلود. د…
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند کشتوز سیمې سلګونه بېځایه شوې کورنۍ - چې له شاوخوا دېرش کلونو خپلمنځي دښمنۍ او نښتو وروسته بېرته خپلو کليو ته ستنې شوې- وایي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو محروم دي او حکومت او نړۍوالې موسسې باید ورسره مرسته وکړي.
د نورستان په دواب او منډول ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د منډول ولسوالۍ یوه اوسېدونکي معلم محمدرسول د غبرګولي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل…
په نورستان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یو محلي سندرغاړی او ورور یې وژل شوي دي. د منډول ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالرحيم وايي، مسلمشاه نورستانی د دغې سيمې محلي…
یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي د اسعداباد - پارون لویې لارې له خرابوالي شکايت کوي او وایي چې نورستان ولایت د ملي پارک په توګه پېژندل شوى او بايد سړک يې په اساسي ډول ورغول شي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.