جلالاباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): نن سهار د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپبان شوي دي.
د نورستان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامالرحمن حیدري نن (د کب ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار شپږ بجې د دواب ولسوالۍ اړوند د دهنپيار کلي کې یو مسافروړونکی ډاډسن موټر له سړکه اوښتی او کندې ته غورځېدلی دی.
هغه وويل، دې پېښه کې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره، سيمې ته د دواب ولسوالۍ د امنیه قومانداني پرسونل رسېدلی او ټپيان يې د دواب ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو ډېری وخت دغه ډول پېښې د سړکونو خرابوالي، د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ او موټر کې د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP