Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې هلمند کې یې ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې د ۷ کلنې ماشومې د جبري نکاح په تړاو دوه ښکېل کسان نیولي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
هلمند کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولین وایې، تېر لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز د هلمند په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د څه باندې ۱۹ زره اوسېدونکو وړیا درملنه کړې چې په کې عملیاتونه هم شامل دي.
د هلمند د عامې روغتیا مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ مقام لپاره د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې شلستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.
د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP