منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې په یوه ترافيکي پېښه کې یوولس کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۶۹ کتنې · تازه شوی

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – هرات پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د واشير ولسوالۍ د کارېز سیمه کې د کابل – هرات پر لویه لار د یوه مسافروړونکي ۵۸۰ او فلانکوچ موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټبیان د امنیتي ځواکونو له لوري د ۲۱۵ العزم قول‌اردو او ګرشک ولسوالۍ روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.