Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو مسوول وايي، په هېواد کې د رواني روغتیا برخه کې د تېرو درېیو کلونو پرمختګونو سربېره لا هم په دې برخه کې ستونزې شته او د هغو د هواري لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نړۍوالو مرستو اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي رییس سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلومولو برخه کې همکاري وکړي.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د فدرالي ایالتونو له مفتي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي لیدلورو او د محاکمو اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی څو په پنجشېر کې د کانونو، کرنې، چاپېریالساتنې، ګرځندوی صنعت، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ښه کېدو برخو کې همکاري وکړي.
کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې نمانځلو مراسمو کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ
د قطر د ورزش وزیر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له عمومي رییس سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ورزش برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې اته تاجکستاني وګړي له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
د افغانستان بانک سرپرست وايي چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د لرګیو، درملو جوړولو، کرنې، ودانیزو او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP