کرنې وزارت: د هېواد کرنیز محصولات قطر کې نندارې ته وړاندې کېږي
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات د قطر په شپږ میاشتني نړۍوال نندارتون (اکسپو ۲۰۲۳) کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات د قطر په شپږ میاشتني نړۍوال نندارتون (اکسپو ۲۰۲۳) کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د مالیې وزارت وایي، د ریاستالوزارء د حکم پر بنسټ له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شوی دی.
د پژواک خپرو شوو خبرونو له مخې، د روان لمریز کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۷۴ کسان مړه او ۳۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دغه وزارت هوډ لري چې افغانستان د کرنې له پلوه پر ځان بسیاینې او غذایي مصوونیت ته ورسوي.
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ زره او ۳۰۰ جريبه امارتي ځمکه له تثبیت وروسته، استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.
د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، د عصري او ديني علم په نوم د علم ترمنځ فاصله ایجادول د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلي، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او اړينه ده چې تر ټولو ډېر پام د مثبت ذهنیت جوړښت ته وشي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، پولیس دې د مشرانو فرامینو په پلې کولو کې له اخلاقو کار واخلي او که پر خپلې وړتیا او نصاب پر ځان بسیا شي هیڅوک نه شي کولای چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېره اونۍ د شاوخوا ۳۰۰۰ د تولد کارتونو د وېش خبر ورکړی او ویل یې دي چې په دې موده کې له ۱۰۰۰ ډېرو بهرنیانو د هېواد هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې تګ راتګ کړی دی.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
په تورخم ښارګوټي کې افغان کميسار وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې پاسپورټ او ويزه نه لري، کولی شي تر يوې مياشتې پورې د تابعیت په تذکرو خپل هېواد ته راشي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانی رییس محمديوسف نورستانی او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو پخوانۍ استازې مريم کوفي بېرته هېواد ته راستانه شول.…
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، سبا د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سخت اورښتونو، تالندې، تندر، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو له احتمال خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین ملي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان واکسین شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین لوګر ولایت ته د سفر پرمهال د ځوانانو یوې مناظرې ته ویلي، ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو سلګونه نوې شوراګانې جوړې کړي.
هغه ځوانان چې ایران او بیا اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تلو هوډ لري، په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي څو نورو هېوادونو ته کډوال نه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ایران او پاکستان کې د ژوند لګښتونو ډېروالي او له لسیزو وروسته د ژوند بیاجوړولو ته لېوالتیا لامل شوي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۶۶۳ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د درېيو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو ترسره کولو په موخه نن سریلانکا ته ولاړه.
د هوا پېژندنې اداره د هېواد په شپږو ولایتونو کې د چټک بادونو، تالندې او تندر سره د سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۷۰۲ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وایي، بېسرپرستې ښځې چې د خپل حبس موده یې پوره کړې وي، له خوشې کېدو وروسته به په یوه خوندي ځای کې چې د دې ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ جوړ شوی، ساتل کېږي.