کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
په هغې اعلامیه کې چې نن د یاد وزارت له لوري خپره شوې راغلي، نن او سبا د هېواد په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو وړاندوینه شوې ده.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي چې په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو وړاندوینه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP