تېره اوونۍ د هېواد رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۹۱زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۹۰زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۱۱۰۰ ټنه توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۹۰زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۱۱۰۰ ټنه توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه ۱۱۶۹ جرمي پېښې تر سره شوې چې په تړاو یې ۱۶۲۱ کسان نیول شوي دي.
د افغانستان د رېلپټلۍ له لارې په تېره يوه اوونۍ کې ۶۹ زره ۷۴۰ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او ۲۱۴۹ مټریک ټنه توکي له هېواده بهر ته صادر شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا مسوولین په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې چې په دغه کمپاین کې تر پنځو کلونو…
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په ټول هېواد د ولسي تړون پروګرام او نورو نړۍوالو ادارو اړوند د شپږ زرو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال بامیان ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د وحشي ژویو د ښکار پر مخنیوي ټينګار وکړ.
د کډوالو چارو وزارت وایي، تېره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه په زور او يا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې دندې لرونکې ښځې په کور کېناستې خو د صنعتګرو او سوداګرو ښځو شمېر له تحول مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډېر شوی دی.
د هواپېژندنې اداره په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو او ورسره د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت غواړي هغه عوامل له منځه یوسي چې له مخې یې خلک د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير په خوست کې يوې ولسي غونډې ته په خبرو کې له بهر مېشتو افغانانو غوښتنه کړې چې بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي. په ياده ولسي…
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ١٨ کسان مړه او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او وايي چې سږ کال به ۴.۸ میلیون کسانو ته د کرونا او ۶.۹ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شي.
يو شمېر افغانان چې له کلونو راهيسې يې په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې ژوند کاوه، بېرته هېواد ته راستانه شول.
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د درملو توريدي شرکتونو يواځې د ۴۷ ميليونو ډالرو په ارزښت ۳۱۵۵ قلمه درمل او روغتيايي محصولات هېواد ته وارد کړي چې دغه چاره په هېواد کې د درملو د کمښت لوی لامل دی.
د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره د جوړېدونکې غونډې لپاره هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.
د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د بحث او مشورو لپاره د یوې غونډې جوړولو پر طرحه کار کېږي او په دې غونډه کې به د هېواد له بېلابېلو سيمو بانفوذه څېرې ګډون ولري.
په افغانستان کې د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د ځمکني خدمت مشارکتي تړون د عربي متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه ۱۷۸زره او ۹۹۶ کسان په دې ویروس اخته شوي چې له دې ډلې، ۷زره او ۶۸۵ نارغان مړه شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت بیا د دغو شمېرو په تایید سره وایي چې په دې وروستیو میاشتو کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې له سياسي تحول وروسته د مرستندويانو د نشتون له امله په نشه يي توکو د روږدو د درملنې ٤٤ مرکزونه تړل شوي دي.
چارواکي وايي، پاکستاني لوري سره د افغان مسوولینو د ناستې په پایله کې هغې غاړې ته د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته راستنه شوه.
د کرنې وزیر مولوي عبدالرحمن راشد وايي چې په وروستيو څو مياشتو کې د دغه وزارت له خوا په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان افغانستان کې له شته اوبو څخه د استفادې کچې ټيټوالي خبره کوي، خو وايي چې سږنی کال یې «تر ځمک لاندې اوبو ککړتیا مخنیوي او ساتنې» په شعار پېل کړی دی.
د مخابراتو وزير مولوي نجيب الله حقاني نن زابل ته د سفر پرمهال وويل چې په ټول هېواد کې به د افغان ټيليکام مخابراتي شرکت ویجاړې شوې پايې بېرته ورغول شي.