ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین پیل شو

هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین پیل شو

author avatar
19 Sep 2022 - 17:09
هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین پیل شو
author avatar
19 Sep 2022 - 17:09

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتیا مسوولین په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې چې په دغه کمپاین کې تر پنځو کلونو کم عمره ۹،۹ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاین د اړوند نړۍ‌والو بنسټونو په همکارۍ پیل شوی دی.
سرچینه لیکي، دا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین اتم پړاو دی او له دې مخکې شپږ پړاوه سراسري کمپاین او یو پړاو فرعي کمپاین په هېواد کې تطبیق شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه واکسین د یادې ناروغۍ د وحشي ویروس د دوران د کنټرول په برخه کې ښه پایله درلودلې ده.
سرچینه لیکي، اوسمهال افغانستان د بل هر وخت په پرتله، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه تلو ته نږدې شوی او د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د دغې ناروغۍ یوازې دوې پېښې ثبت شوې دي.
بي‌بي‌سي د اوچا (د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره) له قوله لیکلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې او په ۲۰۲۰ میلادي کال ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي: «د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامې روغتیا تر ټولو مهم او لوی پروګرام دی او د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره، د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي، د هېواد ټولو برخو ته د روغتیايي کارکوونکو د لاسرسي په برخه کې ښه والی راغلی او د تېرو کلونو په پرتله د دغه یوه کال په موده کې د پولیو په پېښو کې د پام وړ کموالی رامنځته شوی دی.»
خو هغه زیاتوي، اړتیا ده چې تر دې لا ډېرې هڅې وشي، څو خلک او د ټولنې مشران د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له کارمندانو سره همکاري وکړي او د کمپاین په ترڅ کې، تر پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسین کړي څو یاده ناروغي په بشپړه توګه له هېواده ورکه شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ویروس پکې موندل کېږي او یاد دوه هېوادونه د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.