ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېر شوی

هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېر شوی

author avatar
15 Aug 2022 - 16:48
هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېر شوی
author avatar
15 Aug 2022 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې دندې لرونکې ښځې په کور کېناستې خو د صنعتګرو او سوداګرو ښځو شمېر له تحول مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډېر شوی دی.

د تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه سیاسي نظام بدل شو او اسلامي امارت واک په لاس کې واخیست، خو په حکومتي ادارو کې ډېرو ښځو ته سپارښتنه وشوه چې د مصئون کاري چاپېریال تر جوړېدو دې ښځې په کورونو کې پاتې شي خو معاشونه به یې ورکول کېږي.

د یادونې ده چې وروسته د ښځینه ډاکټرانو او ښوونکو په ګډون ځینو حکومتي ادارو لکه د عامې روغتیا، کډوالو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، پاسپورټ ریاست، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو او نورو ته بېرته ښځې کارکوونکې وروغوښتل شوې.

د  افغانستان  د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رییسې رویا حافظي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یاده اداره شاوخوا اووه میاشتې رخصت وه، خو له ډېرو هڅو وروسته د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۰مه یې خپل فعالیت بېرته پیل کړ.

هغه وایي، د یادې خونې په بیا پرانیستو سره د ښځو پر ځان باور ډېر شوی، کومې مېرمنې چې له کارونو پاتې وې، ډېرو یې سوداګرۍ ته مخه کړه او هغه ښځې چې له سوداګرۍ پاتې وې، بیاځلي یې خپل کارونه پیل کړل.

د نوموړې په خبره، ښځو د کوچنیو او منځنیو کارخونو په جوړولو سره خپله سوداګري پیل کړې ده.

حافظي وایي: «دغو ښځو د ترشي، چکني، مربا او لاسي صنایعو جوړولو برخو کې په ډېرو کمو پیسو خپل کارونه پیل کړي، په ټوله کې ویلی شو چې سوداګرو ښځو په لسګونو برخو کې پانګونه کړې ده.»

هغې وویل: «له نېکه مرغه د دغو سوداګرو ښځو شمېر چې ۵ کاله مخکې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره ۶۲۱ ښځې ثبت وې، اوسمهال ۱۲۰۰ ته لوړ شوی دی.»

د یادونې ده که دغه دواړه ارقام سر پرتله شي نو د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېروالی ښيي.

حافظي د سوداګرو مېرمنو ډېروالی هیله بښونکی وباله او ویې ویل چې ډېر ژر به په څلورو زونونو او د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د یادې خونې نماینده‌ګۍ خپل فعالیت پیل کړي.

هغه زیاته: «هغه سوداګرې ښځې چې له سیاسي بدلون وروسته یې هېواد پرېیښی او بهر ته تللې، ۲۰۰ تنو رسېږي، هغوی له موږ سره په اړیکه کې دي او غواړي چې بیا هېواد ته راستنې شي او خپل کار او سوداګري پیل کړي او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړې شي.»

د سرچینې په خبره، سوداګرو ښځو ته لویې ستونزې چې دوی ورسره مخ دي، د خپلو تولیداتو لپاره د بازار او نړۍوالو نندارتونونو نشتون دی.

خو نوموړي وویل چې په داخل کې نندارتونونه ترسره کېږي چې د ښځو د هڅونې لامل کېږي.

حافظي وایي: «تر اوسه د حکومت له خوا د ښځو د سوداګرۍ په برخه کې کومه ستونزه نشته او د حکومت مسوولینو سوداګرو ښځو ته ځينې اسانتیاوې برابرې کړې، په ځانګړي ډول د کار جواز اخیستو په برخه کې اساني راغلې؛ ځکه چې په تېر نظام کې مالي او اداري فساد ډېر وو.»

حافظي وویل: «سوداګري له سیاسته جلا یوه مهمه برخه ده، موږ خوشبین یو چې د ښځو نننی کار د ښځو لپاره له انزوا او خپګانه د خلاصون یوه لار ده او ژمنه کوو چې ښځو ته کار وکړو او اړتیاوې یې چمتو کړو، ښځې په هيڅ ډول شرایطو کې موانعو ته نه دي تسلیم شوې، ټولې کولی شو چې خپله دنده ترسره کړو او ښه راتلونکی ولرو او کولی شو چې موږ ښځې افغانستان جوړ کړو.»

هغه له حکومته غواړي چې د سوداګرو ښځو لپاره د دایمي ځای، د امنیت ټينګښت او د دوی د محصولاتو لپاره په بازارموندنه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت مسوولینو تل ټینګار کړی چې له سوداګرو ښځو به ملاتړ کوي او امکاناتو ته په کتو به د هغوی لپاره اسانتیاوې برابروي.

Visits: 141

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.