Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۲۶ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی چې پاکستاني پولیسو په کوېټه کې د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د دغه کار د غندلو ترڅنګ یې له نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۳ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته رسېدلې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د صوبو له ۲۱ بېلابېلو سیمو په راټولو شوو چاپېریالي نمونو کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تورخم کې یې هغه ۲۵۰۰ چرګان بېرته پاکستان ته ورګرځولي چې د ډېر وخت یا زاړه او بېکیفیته وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۲ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ دې افغان کډوال نه وباسي.
د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته له ایران او پاکستانه ۸۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۹۱ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP