د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تابعیت کارټ لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو په وروستي ضربالاجل کې بدلون نه دی راغلی.
ننګرهار کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت دوربابا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له لوري ۷۰ کیلوګرامه خام چرس چې پاکستان ته لېږدول کېدل، نيول شوي خو قاچاقکوونکی یې په تېښته بریالی شوی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي، خو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې باید له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغانان خوشي شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، څه باندې درې کاله مخکې د کابل هوایي ډګر کې د شوي برید په تړاو په پاکستان کې د داعش اړوند یوه کس نیول کېدل دا ښیي چې د داعش پټنځایونه په دغه هېواد کې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۷ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.
د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۶۹ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.