پاکستان
راپورونه
د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان ازاد شول
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۵ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی او ویلي، په دغه هېواد کې د نورو افغان بندیانو خلاصون په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.
ماليه وزارت: پاکستان ته د لس ټنه میده شوي لیتیم ډبرې او د ډبرو مجسمو د قاچاق مخنیوی وشو
ماليه وزارت وايي، په تورخم ګمرک کې د لس ټنه ميده شوي ليتيم ډبرې، له ډبرو څخه جوړو شويو مجسمو او له ډبرو څخه د جوړو شويو تسبيحو د قاچاق کېدو مخنیوی وشو.
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی…
بلوچستان کې له ایران سره پولې ته نږدې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دوه سرتېري له ایران سره پولې ته نږدې په یوه وسلهوال برید کې وژل شوي دي.
ځیني افغانان: د پاکستان ویزو اخیستو کې دې د ځنډ او کمېشنکارۍ مخنیوی وشي
ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.
پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
د پاکستان لومړي شهباز شریف پخوانی ډیپلومات اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراجالحق پر کاروان ځانمرګی برید شوی
د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جماعت اسلامي د مشر سراجالحق پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
نږدې ۸۵۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۸۴۱ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ۱۴۱ کورنۍ چې ۸۱۷ کسان کېږي په خپله خوښه او ۲۴ نور کسان په زور را ایستل شوي دي.
پاکستان ته د ۲۰۰ کیلوګرام قېمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی
د کندهار ولایت مسوولین وايي، د سپین بولدک ګمرک کې ۲۰۰ کیلوګرام قیمتي ډبرې چې پاکستان ته قاچاق کېدې، کشف او ترلاسه شوې او په تړاو يې یو کس نیول شوی دی.
اسلامي امارت پاکستان کې وروستیو لاریونونو ته په اشاره ښکېل لوري زغم او تفاهم ته راوبلل
د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستيو تحولاتو په غبرګون کې د خلکو له خوا پر لاریونونو او تاوتریخوالو خواشيني ښودلې او له ښکېلو لورو يې د زغم او تفاهم هیله کړې ده.
د عمرانخان نیول کېدل او د پاکستان ترینګلی حالت؛ شنونکي یې د پوځي حکومت لپاره هڅه بولي
د چارو ځیني شنونکي د عمرانخان نیول کېدل، د پاکستان له خوا سترې لوبې ته لاس غځول بولي او وایي، حالات ترینګلي کوي تر څو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د پوځي حکومت جوړېدو…
پاکستان کې مېشت ځیني افغان خبریالان د پولیسو له خوا ترې د پیسو له اخیستلو شکایت لري
په پاکستان کې مېشت ځیني افغان خبریالان د دغه هېواد د پولیسو له خوا ترې د پیسو له اخیستلو شکایت کوي او وايي، تېره ورځ کله چې د اسلاماباد ښار په یوه سیمه کې د سیاحت لپاره راټول شوي وو نو پولیسو ورڅخه پیسې اخیستې دي.
متقی: د افغانستان او پاکستان اړیکو کې ستونزو مهم فرصتونه ضایع کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په سیمه کې د افغانستان له لارې د اقتصادي اتصال لېوالتیا ګوري او د افغانستان او پاکستان ملتونو اکثره اقتصاد ته له سیاسي عینکو کتلي او دې چارې ستر فرصتونه ضایع کړي دي.
راپورونه: خیبر پښتونخوا کې خلکو یو ملا امام دین ته د سپکاوي په تور وژلی
راپورونه ښیي چې د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې یو شمېر کسانو د یوه جومات ملا امام دین ته په سپکاوي تورن کړی او بیا په وهلو، ډبولو یې وژلی دی. د بيبيسي د…
امیرخان متقي د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو له پلاوي سره ولیدل
د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان د سیاسي ګوندونو له ګډ پلاوي سره ولیدل. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد د غویي په ۱۷مه، پر…
د چین بهرنیو چارو وزیر د افغانستان بیارغونه کې د همغږۍ لپاره له پاکستانه همکاري غوښتې ده
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې د افغانستان بیارغونه کې د همغږۍ پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.
زرداري: یو سولهییز او باثباته افغانستان د نړۍوال ثبات او سولې کلي ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې په ګډه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو غوښتنه کړې او ویلي چې یو سولهییز او باثباته افغانستان د نړۍوالې سولې او ټیکاو کلي ده.























