ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راپورونه: خیبر پښتونخوا کې خلکو یو ملا امام دین ته د سپکاوي په تور وژلی

راپورونه: خیبر پښتونخوا کې خلکو یو ملا امام دین ته د سپکاوي په تور وژلی

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): راپورونه ښیي چې د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې یو شمېر کسانو د یوه جومات ملا امام دین ته په سپکاوي تورن کړی او بیا په وهلو، ډبولو یې وژلی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د مردان د پولیسو یوه مشر نجیب‌الرحمن ویلي چې دا پېښه پرون (شنبه) مازیګر مهال د دغه ښار په «ساول ډهیر» کلي کې شوې ده.

سرچینه لیکي چې وژل شوی کس مولانا نګارعلي نومېده او په سیمه کې د یوه جومات ملا امام و.

په راپور کې راغلي: «پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې دغه ملا په جلسه کې یوه ځايي سیاسي مشر ته څه داسې اوصاف کاروي چې د راغونډو شوو خلکو د پارېدو لامل ګرځي. په بله ویډیو کې بیا ښکاري چې هغه بې‌سده پر ځمکه پروت دی او قهرېدلي خلک یې په لغتو وهي. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه ویډیوګانې نه شي تاییدولی.»

پاکستاني چارواکو ویلي چې له بېلابېلو سرچینو پېښه کې د ښکېلو کسانو د پېژندګلوي هڅې روانې دي او له څېړنې وروسته به دوسیه پرانیزي.

د خیبر پښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان پر یادې پېښې خواشیني څرګنده کړې، په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې سیاسي غونډې باید تر سیاسي ویناوو محدودې پاتې شي.

هغه له خلکو هم غوښتي چې په خپله دې قانون نه پلی کوي، بلکې د قانون پلي کېدو ته دې اجازه ورکوي.

ځینو نورو رسنیو هم دا خبر خپور کړی دی.

Visits: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.