Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون ناسته کې ۲۴ پروژې تعدیل، دوه پروژې منظور او دوه نورې لغوه شوې.
د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د شل کیلواټه برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې دوه زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
خوست کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷۷ پروژو چارې روانې دي.
د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د نږدې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کاسا زره پروژې په اړه جوړه شوې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور او تعدیل کړې او دوه شرکتونه یې د تخلفاتو له امله یو تر شپږو میاشتو او بل تر دوو کلونو په پروژو کې له ګډونه محروم کړي دي.
د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
سرپل کې ځایي مسوولین وايي، تېر لمریز کال دغه ولایت کې همکارو موسسو د نږدې ۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۷ ټولګټو پروژو کار پیل کړ چې له ډلې یې د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې شوې او پاتې نورې د پلې کېدو په حال کې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړې دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.
د بلخ د اقتصاد ریاست وایي چې تېر زېږدیز کال د دغه ولایت په کچه د شاوخوا ۲۷۵ میلیون ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۸ پروژې پلې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو تړونونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP