Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
جلالاباد (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت مقام ولایت وایي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، د دغه ولایت په
د ریاستالوزراء اقتصادي کمېسیون په ابونصر فراهي بندر کې د تخلیې، بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره د ۴۰۰۰ جریب ځمکې د ځانګړې کولو پرېکړه وکړه او په غزني کې یې پر ۳۵ جریب ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخونې جوړېدو طرحه تایید کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه په نوي کابل ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي.
د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې یوه نالوستي اوسېدونکي ۲،۵ جریب شخصي ځمکه د خپلې سیمې ښوونځي د ودانۍ لپاره پوهنې ریاست ته وقف کړې ده، څو د کلي ماشومان یې د ده په څېر نالوستي پاتې نه شي.
عدلیې وزارت د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د حاجي قدير ښارګوټي څه باندې ۱۲۳۲ جریب ځمکه د سندونو او مدارکو له مخې امارتي تثبیت کړې ده.
د عدليې وزارت سرپرست غزني ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه د هېواد په کچه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د کندوز ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د ۲۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی او وایي چې په دې موده کې څه باندې ۱۴ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوي په همکارۍ يې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې ۸۰۰ جریب غصب شوې ځمکه را ګرځولې.
د ننګرهار مرستيال والي وايي، په دغه ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې او سوداګرو ته د صنعتي فابریکو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریب ځمکه ورکول کېږي.
سرپل کې مسوولین وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت خلکو د ښوونځیو او مدرسو جوړېدو برخه کې له معارف سره څه باندې ۱۱ جریب ځمکه او ۱۹ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، سږ کال دغه ولایت کې پر پنځه زره ۶۲۰ جریبه ځمکه نشهیي توکي کرل شوي وو چې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي او دغه راز د څه کم څلور زره روږدو درملنه هم شوې ده.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېره یوه میاشت کې په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP