Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خوندیتوب په موخه یې په دغه ولایت کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو او له هغو د دېوالونو راچاپېرولو لړۍ پیل کړې ده.
فراه کې حکومتي مسوولینو هغو کسانو ته چې ژورې څاګانې لري، خبرداری ورکړی، که له دې وروسته یې څوک اړوندو څاګانو ته ولوېږي، محکمې ته به یې کش کړي.
د اوبو او انرژی وزارت وایي، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر مدیریت لاندې سیمو کې يې د اوبو مصرف د میټرونو د نصبولو پروسه پيل کړه.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په دغه ولایت کې د خپلسرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ٨،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د نږدې ٣٠٠ څاګانو د ترميم چارې پيل شوې.
کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په هېواد کې د لمریزې برېښنا سیسټم لرونکو (سولري) څاګانو په ډېرېدو سره، د اوبو چارو یو شمېر پوهان وايي
پژواک موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۵ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۱ مړه شوي دي.
د شبرغان ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو کیندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۳ متره ټيټه شوې او باید د دې ستونزې مخه ونیول شي.
په هلمند او کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان ژورو څاګانو ته لوېدلي چې یو ژغورل شوی او د بل د ژغورلو هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP